خضدار کښې دسکول دماشومانو په بس خودکش حمله،5 شهيدان،38 ژوبل

دبلوچستان په خضدار ضلع کښې دسکول دماشومانو په وړوکي بس دخودکش حملې په نتيجه کښې ددريوو جينکو زده کوونکو پشمول پينځه کسان شهيدان شوي اؤ ٣٨ نور ژوبل شويدي.
دخضدار دډپټي کمشنر وينا ده چې په بس خودکش حمله شوې ده، دخضدار ډپټي کمشنر وئيلي دي چې په ابتدائي تحقيقاتو کښې معلومه شوې ده چې دسکول بس کښې چاؤدنه دخودکش حمله کوونکي لخوا دځان الوزولو وروسته شوې ده، دسکول بس کښې سوارۀ څلور ماشومان شهيدان شويدي.
اتۀ ديرش ماشومان دعلاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
دډان نيوز ترمخه دذريعو وينا ده چې په ژوبل شوو کښې دځينو ماشومانو حالت تشويشناک دے، شهيد شوو کښې دشپږم جماعت ثانيه سومرو، داووم جماعت حفظه کوثر اؤ دلسم جماعت عيشا سليم شامل دي.
دپوليسو چارواکو ترمخه دچاؤدنې په وجه بس ته سخت نقصان رسيدلے دے، پوليس دپېښې ځائے ته رسيدلي اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.
بلخوا ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دا بزدلانه حمله دبهارت دهشت ګرد نيټ ورک دخپلو پراکسي تنظيمونو دلارې ترسره کړې ده چې پکښې سکول ته د تلونکو معصومو ماشومانو بس په نخښه کړے شوے دے.
په بيان کښې وئيل شويدي چې دپاکستان وسله وال فوجونه به دټول قوم حمايت سره دبهارت په سرپرستۍ کښې دکيدونکې دهشت ګردۍ په هره کچه خاتمه کوي، ددې حملې منصوبه ساز، سهولت کاران اؤ حمله کوونکي به زر دانصاف سره مخ کړے شي، دمعصومو بچو اؤ اولسي وګړو په نخښه کول دبهارتي حکومت داخلاقي پستۍ اؤ انسانيت دشمينه پاليسيو واضحه ثبوت دے.
بل لوري ته وزيراعظم اؤ فيلډ مرشل سيد عاصم منير دکوئټې دوره کړي او دخضدار په چاؤدنه کښې دژوبل شوو سکول دماشومانو پوښتنه ئې کړې ده.
دوزيراعظم ددفتر نه جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم اؤ ارمي چيف دزخميانو پوښتنه وکړه، په دې موقعه ددفاع وزير خواجه اصف، داخله وزير محسن نقوي، داطلاعاتو وزير عطاء تارړ اؤ دبلوچستان وزيراعلي سرفراز بګټي هم موجود وو.
فيلډ مارشل سيد عاصم منير اؤ وزيراعظم دماشومانو په شهادت دافسوس اظهار کړے اؤ دزخميانو دزرر غيدو لپاره ئې دعا کړې ده.
وزيراعظم وئيلي چې دسکول په ماشومانو دهشت ګردانه حمله انتهائي شرمناکه ده، بهارت دشکست نه پس دا بزدلانه شرمناکه حمله کړې ده. دۀ وئيلي دي چې عالمي ورورولي دې په ماشومانوز دشوې دې بزدلانه حملې نوټس واخلي،
وزيراعظم ووئيل چې ټول قوم ددهشت ګردۍ خاتمې لپاره دپاکستاني فوجونو اؤ قانون نافذونکو دارو سره ولاړ دے.
دۀ ووئيل چې داسې بزدلانه حملو سره به دبلوچانو اؤ پښتنو حوصلې نۀ ماتيږي. کورکمانډر بلوچستان وزيراعظم اؤ ارمي چيف ته دبزدلانه حملې په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے دے.
What's Your Reaction?






