باجوړ کښې په چيک پوسټ خودکش حمله،يوه ماشومه اؤ ١٠ اهلکار شهيدان
پېښور( وحدت خبر) په قبائيلي ضلع باجوړ کښې دايف سي اؤ پوليس په مشترکه چيک پوسټ خودکش حمله شوې ده چې له امله ئې يوه ماشومه ،يو دپوليس اؤ ٩ دايف سي اهلکار شهيدان شويدي، دميډيا رپورټ ترمخه افغان ترهه ګرو دبارودو نه ډک ګاډے چيک پوسټ سره ټکر کړے دے چې ورسره درنه چاؤدنه شوې د، ذريعو وئيلي دماسخوتن اتۀ نيمې بجې دباجوړ سکاوټس ١٧٢ ونګ زيرکمان ملنګي چيک پوسټ په نخښه کړے شوے دے. سيکورټي فورسز علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے، د بي بي سي اردو څانګې ترمخه دپوليسو وينا ده چې په دې خودکش حمله کښې لس اهلکار شهيدان شويدي
بل لوري ته دسرچينې وينا ده چې سيکورټي فورسز په ملنګي چيک پوسټ دفتنه الخوارجو لخوا دبارودو موادو نه دډک ګاډي دلارې دخودکش حملې کوشش ناکامه کړے دے. دبهترينو حفاظتي اقداماتو په وجه سيکورتي فورسز ته کم نقصان رسيدلے دے. دخوارجو لخوا باجوړ کښې دامن خرابولو يو بل کوشش ناکامه کړے شوې دے.
بل اړخ ته کالعدم تحريک طالبان پاکستان ددې حملې ذمه واري منلې ده، پخپل يو مبېنه بيان کښې دغه ډلې وئيلي دلوئې ماموند علاقې ملنګي کښې دايف سي په کيمپد تحريک طالبان پاکستان جنګياليو څلور الفارق ميزائيل داغلي چې په نتيجه کښې ئې دکيمپ ابادي راپريوتې ده دميزائيل حملو نه پس درې وسله وال کيمپ ته داخليدو کښې کامياب شويدي، چې کارروائي کړې اؤ اهلکار ئې ژوبل کړي اؤ په حفاظت سره کامياب راوتلي، په بيان کښې دعوه شوې ده چې په دې کارروياۍ کښې څلويښت اهلکار پحق رسيدلي. دغه بلډنګ ددې نه وړاندې يوه مدرسه وه
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0