پاکستان او هند به يو ځائے کښينووم، ډونلډ ټرمپ

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ دبهارتي وزيراعظم نريندر مودي دپاکستان سره دمذاکراتو دنۀ کولو بيان بيخي نظرانداز کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دواړه ملکونه به يو ځائے کښينووم.
د ټرمپ دکشمير په مسئله دمينځګړتوب وړانديز دمودي حکومت دوړاندې نه په مشکل کښې اچولے دے.
پاکستان په ١٠مه مئ دډونلډ ټرمپ ددې وړاندېز هرکلے کړے ؤ خو په هند کښې ئې په ضد غږ پورته شوے ؤ. هند دټرمپ دغه بيان دکشمير دمسئلې په بين المللي کچه دراپورته کيدو کوشش ګڼي.
نريندر مودي په ١٣مه مئ قام ته په وينا کښې وئيلي چې هغه به دپاکستان سره مذاکرات نۀ کوي، خو ټرمپ دهغه دغه بيان نظرانداز کړے اؤ بيا ئې دمينځګړتوب وړانديز کړے دے.
سعودي امريکا انويسټمنټ فورم ته په وينا کښې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل چې څه ورځې وړاندې مونږ دپاکستان او هند جنګ ختم کړو، ما ووئيل ملګرو راځئ يو ډيل کوو، پاکستان او هند ته مې ووئيل راځئ چې تجارت وکړو، ما ووئيل دنيوکلئير ميزائيلونو تجارت نۀ بلکې دهاغو ښکلو څيزونو تجارت چې تاسو ئې جوړوئ.
ډونلډ ټرمپ ووئيل دپاکستان او هند مشران طاقتور او اسمارټ دي او بيا دوي دواړه ودريدل، زه په مارکو روبيو هم وياړ کوم، مارکو روبيو دجنګ ودرولو کښې ډير محنت کړے، کيدے شي مونږ هغوي په يو ډنر هم رايوځائے کړو، ددې جنګ په وجه به په لکونو خلک هلاک شوے وے، پاک وهند تنازعه هره ورځ سيوا کيده خو مونږ ودروله.
امريکائي صدر ووئيل څوک هم دومره ښه جنګي سازوسامان نۀ جوړوي څومره چې مونږ جوړوو، مونږ بهترين ميزائيلونه، بهترين راکټونه او بهترين سب مرين جوړوو، دسعودي ملګرو د١٤٢ اربو ډالرو امريکائي وسله اخستې ده، هغوي ايمازون، اے ايم ډي، اوبر او ګڼو نورو کمپنيو سره معاهدې کړي دي.
دامريکې او سعودي عرب ترمينځ د١٤٢ اربو ډالرو په معاهده لاسليک شوے دے.
What's Your Reaction?






