بنو کښې عمليات، دوه ترهه ګر ووژل شول

Oct 19, 2025 - 21:34
 0  3
بنو کښې عمليات، دوه ترهه ګر ووژل شول

دخېبرپښتونخوا دبنو ضلعې مغل کوټ سيکټر کښې دسيکورټي فورسز لخوا دکامياب اپريشن په نتيجه کښې دفتنة الخوارجو دوه دهشت ګرد وژل شويدي، دسيکورټي ذريعو وينا ده چې   امنيتي ځواکونو په بنو کښې دمغل کوټ سيکټر کښې دفتنة الخوارجو  ددهشت ګردو دموجودګۍ په اطلاع کامياب انټلي جنس بيسډ اپريشن کړے دے، ذريعو وئيلي دي چې   داپريشن په نتيجه کښې دفتنة الخوارجو  دطارق کچهي ګروپ تشکيل په موثره انداز کښې په نخښه کړے شوے دے، دکارروايۍ په دوران دفتنة الخوارجو مشر طارق کچهي اؤ حکيم الله عرف ټائيګر وژل شويدي. دسيکورټي ذريعو وينا ده چې  دترهه ګرو نه وسله هم برامد کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي