پاکستان باور راکړے چېدامريکې سره تعلقاتو نه به دبيجنګ مفاداتو ته زيان نۀ رسيږي،چين

Oct 14, 2025 - 22:44
 0  2
پاکستان باور راکړے چېدامريکې سره تعلقاتو نه به دبيجنګ مفاداتو ته زيان نۀ رسيږي،چين

چين ويلي دي چې پاکستان ډاډ ورکړے چې د امريکا سره يې اړيکې به هېڅکله د بيجينګ په ګټو او د چينپاکستان په ګډو همکاريو منفي اغېز ونه کړي. د چين د خبري اژانس  شين‌هوا  د راپور له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند  لن جيان  ويلي چې د چين له خوا وروستي وخت کښې د “نايابه منرالو” (Rare Earth Minerals) او اړوندو موادو پۀ صادراتو لګېدلې بنديزونه د پاکستان سره هېڅ تړاو نه لري. وياند وويل چې دا ګامونه د چين حکومت د خپلو صادراتي کنټرولونو د ښه‌والي لپاره د قانون او اصولو په رڼا کښې اخېستي، او دا يو مشروع او منظم اقدام دے. لن جيان دا خبرې د يوې منظمې خبري ناستې پر مهال وکړې، کله چې له ده وپوښتل شول د هغو راپورونو په اړه تبصره وکړي چې پکښې ويل شوي و، پاکستان د چيني وسايلو او ټېکنالوژۍ په مرسته نايابه معدني مواد امريکا ته صادروي، او ګواکې همدغه لامل دے چې چين د دغو موادو د ټېکنالوژۍ پۀ صادراتو سخت کنټرولونه پځائے کړيدي. د وياند په وينا، چين او پاکستان د هر موسم ستراتيژيک شريکان دي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د “فولادي دوستۍ” اړيکه د وخت په تېرېدو سره لا نوره پياوړې شوې ده. ده وويل چې دواړه خواوې تل د لوړې کچې ستراتيژيک باور او د ګډو ګټو په مهمو موضوعاتو کښې له يو بل سره نزدې اړيکې ساتي. لن جيان زياته کړه: “تر کومه ځايه چې زما معلومات دي، د چين او پاکستان ترمنځ د اسلام‌اباد او واشنګټن د معدني همکاريو په اړه خبرې شوې دي. پاکستان ټينګار کړے چې د امريکا سره به ئې اړيکې د بيجينګ په ګټو او د چينپاکستان په ګډو همکاريو هېڅ منفي اغېز نه لري.”

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي