دوحه کښې دپاکستان اؤ افغانستان مذاکرات،دپاکستان دترهه ګرو دپټن ځايونو ختمولو غوښتنه
) د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر کښې خبرې وشوې، چې لومړي پړاو ئې بشپړ شو. پاکستان د افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ترهګرو پټنځايونه ختم کړي.
د پاکستان دوفد مشري د دفاع وزير خواجه آصف کوله، ورسره د ملي امنيت صلاح کار ليفټيننټ جنرل عاصم ملک او نور چارواکي هم موجود وو۔ له بلې خوا د افغان طالبانو د حکومت دوفد مشري د موقتي دفاع وزير ملا يعقوب کوله، ورسره د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق او نور ملګري هم حاضر وو۔
پاکستان د افغان پلاوي مخې ته د سرحد نه د هغې غاړې نه د ترهګرو د پاکستان خواته د راتګ او حملو موضوع راپورته کړه۔ ويل شوي چې په دغو ډلو کښې د ګل بهادر ډله، تحريک طالبان پاکستان او نور شامل دي چې له افغانستانه دننه په پاکستان کښې عمليات کوي۔
د سرچينو په وينا، پاکستان په خبرو کښې په يو ټکي تمرکز وکړو او په واضحه توګه ئې له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ترهګرو ډلو او د هغوي پټنځايونه ختم کړي۔
راپورونه وائي چې د خبرو لومړے پړاو بشپړ شوے او دويم پړاو به نن( داتوار په ورځ) کېږي۔
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، پاکستان هېڅ ډول کړکېچ نه غواړي، خو له افغان طالبانو طمعه لري چې له نړيوالې ټولنې سره شوي ژمنې پوره کړي او د پاکستان د امنيتي اندېښنو د لرې کولو لپاره څرګنده او د باور وړ اقدام وکړي۔
د وياند په وينا، د پاکستان غوښتنه دا ده چې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د FAK/TTP او FAH/BLA پۀ ضد عمليات وشي۔
پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د قطر منځګړتوب ستائي۔ د وياند په وينا، پاکستان هيله لري چې دا خبرې به د سيمې د امن او ثبات د پياوړتيا لپاره ګټورې تمامې شي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0