پي ټي ائي ته دمخصوصو نشستونو ورکولو فيصله کالعدم
دپاکستان دسپريم کورټ ائيني بينچ دمخصوصو نشستونو په اړه دفيصلې خلاف دنظرثانۍ اپيلونه منظور کړي اؤ اؤ دسپريم کورټ د١٢مې جولائي ٢٠٢٤م هاغه اکثريتي فيصله ئې کالعدم ګرځولې ده چې پکښې وئيل شوي وو چې په فرورۍ ٢٠٢٤م کښې دشوو انتخاباتو په نتيجه کښې دې مخصوص نشستونه پاکستان تحريک انصاف ته ورکړے شي.
دجمعې په ورځ د جسټس امين الدين په مشرۍ کښې دسپريم کورټ ١٢ کسيز بينچ دنظرثانۍ په دې اپيلونو مختصر فيصله اورولې اؤ دا اپيلونه ئې منظور کړيدي اؤ دپېښورهائيکورټ فيصله ئې برقراره ساتلې ده.
سپريم کورټ پخپله مختصر فيصله کښې وئيلي دي چې مخصوص نشستونه نۀ خو پاکستان تحريک انصاف ته ترلاسه کيدے شي اؤ نۀ هم سني اتحاد کونسل ته. عدالت دا فيصله داووۀ پينځه په اکثريت سره ورکړې اؤ دا اپيلونه ئې منظور کړيدي اؤ ددې عدالتي فيصلې نه پس دقومي اسمبلۍ ٧٧ مخصوصې چوکۍ بحال کړے شويدي.
جسټس امين الدين، جسټس نعيم اختر، جستس مسرت هلالي، جسټس شاهد بلال، جسټس عامر فاروق، جستس هاشم کاکړ اؤ جسټس باقر نجفي دټولو اپيلونو منظولو په حق کښې فيصله ورکړې ده اؤ جسټس محمد علي مظهر اؤ جسټس اظهر حسن رضوي په فيصله کښې په جزوي توګه دا اپيلونه منظور کړيدي چې پکښې اليکشن کميشن ته وئيل شويدي چې هغوي دې داميدوارانو دنامزدګۍ دکاغذونو بيا جاج واخلي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0