دعظمى خان په اډياله جيل کښې عمران خان سره ملاقات
پينډۍ( وحدت خبر) دپخواني وزيراعظم عمران خان خور عظمى خان په اډياله جيل کښې دخپل ورور اؤ پخواني وزيراعظم عمران خان سره ملاقات کړے دے، عظمى خان په دې موقعه و ئيلي دي چې دعمران خان صحت ښۀ دے خو هغه ډير په غصه کښې دے. خواؤشا يوه مياشت وروسته عمران خان سره دملاقات اجازه دهغه خور عظمى خان ته دنهې په ورځ ورکړے شوې ده. دملاقات نه پس صحافيانو سره په مختصر خبرو کښې عظمى خان ووئيل عمران خان ورته وئيلي چې هغه دذهني تشدد نخښه جوړولے شي. عظمى خان ووئيل دعمران خان سر ئې شلو منټو پورې ملاقات کړے،هغې وئيلي خپل ورور ورته وئيلي چې ټوله ورځ په کوټه کښې بند ساتل کيږي، صرف لږ وخت لپاره دکمرې نه بهر پريښودل کيږي. سحر چې دعمران خان دريواړه خويندې عليمه خان، نورين نيازي اؤ عظمى خان اډياله جيلې نه بهر دملاقات لپاره ورسيدې نو هلته تعينات پوليس اهلکارو هغوي په لاره کښې ودرولې خو لږ ساعت پس دجيل چارواکو لخوا يو اهلکار دعمران خان خويندو ته وليږلے شو اؤ پيغام ئې ورکړو چې دملاقات لپاره دعظمى خان په نوم اتفاق شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0