بلوچستان کښې ترهه ګرو مسافر تښتولي دي
دبلوچستان حکومت ترجمان په کوئټه، قلات، مستونګ اوسرډهاکه کښې دفتنة الهندوستان لخوا دحملو او مسافرو دتښتولو تصديق کړےدے.
دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند وئيلي کوئټه، قلات، مستونګ او په سرډهاکه کښې دفتنة الهندوستان دهشت ګردو حملې کړيدي خو په دريواړو مقاماتو سيکورټي فورسز کوټلے جواب ورکړےدے.
هغه وئيلي دسرډهاکه سره نزدې دځينو مسافرو دتښتول کيدو اطلاعات دي، دمسافرو په حفاظت سره راخلاصولو لپاره په علاقه کښې سرچ اپريشن روان دے.
امنيتي سرچينو وئيلي په بلوچستان کښې دوسله والو لخوا ګڼې پېښې شويدي، دمستونګ علاقې کهډ کوچه او وډهـ کښې په څلورو ټرکونو ډزې شوي او ټائرونه ئې شلول شويدي.
ددې نه علاوه دکولپور په مقام دسول سيکرټريټ په بس هم ډزې شوي اؤ ټائرونه ئې شلول شويدي، په قلات کښې دسيکورټي فورسز ټول پلازې ته دنقصان رسولو کوشش ناکامه کړې شوے دے.
دامنيتي سرچينو ترمخه بليده کښې وسله والو کسانو نجي بينک اؤ په دالبندن کښې دګيس بوزر سوزوليدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0