خېبرپښتونخوا، سيکورټي فورسز سره په نښتو کښې ٧ ترهه ګر ووژل شول،٤ ځوانان شهيدان

May 30, 2025 - 12:55
 0  0
خېبرپښتونخوا، سيکورټي فورسز سره په نښتو کښې ٧ ترهه ګر ووژل شول،٤ ځوانان شهيدان

خېبرپښتونخوا  کښې سيکورټي فورسز سره په نښتو کښې  دبهارت دپراکسي تنظيم فتنه الخوارجو اووۀ ترهه ګر وژل شويدي،  دکارروايۍ په دوران دډزو په تبادله کښې دپاک فوج دليفټننټ پشمول څلور اهلکار شهيدان شويدي.

دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه نه جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې  په ٢٨مه مئ   دشمالي وزيرستان په شوال علاقه کښې  ترهه ګرو دسيکورټي فورسز پهيو چيک پوسټ دحملې کوشش کؤے دے، سيکورټي فورسز په دې دوران شپږ خوارج وژلي دي.

دائي ايس پي ار وينا ده چې ترهه ګرو سره دډزو په تبادله کښې دپاک فوج ٢٤ کلن ليفټننټ دانيال اسماعيل شهيد شوے، دهغه تعلق مردان سره ؤ.

دائي ايس پي ار وينا  ده چې  دکارروايۍ په دوران صوبيدار کاشف رضا، لانس نائيک فياقت علي اؤ سپاهي محمد حميد هم شهيدان شويدي

بله نښته په چترال کښې شوې ده چرته چې يو دهشت ګرد وژل شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي