وزيراعلى دپېښور دښکلا منصوبې پرانسته وکړه، وائي وفاق خېبرپښتونخوا سره دميرنې مور پشان سلوک کوي
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي دصوبائي حکومت پېښور دماضي دشان وشوکت بحالۍ لپاره دعملي اقدام په پورته کولو سره داتوار په ورځ دپېښور ښکلا منصوبې پرانسته کړې ده، دمنصوبې لاندې به دروډ انفراسټرکچر بحالي، دسټريټ لائټونو تنصيب اؤ دښکلا پشمول نور اقدامات کولے شي، دټريفک رش کمولو لپاره اقدامات، دمجسمو تنصيب، دګرين ايرياز ډويلپمنټ هم دمنصوبې برخه ده، وزيراعلى دمنصوبې پرانستې دستورې ته په وينا کښې ووئيل چې د خېبرپښتونوخوا عوامو په دريم ځل دعمران خان نظريې ته ووټ ورکړے دے، مونږ چې دوي ته څومره سهولتونه ورکولے شو، ورکوو به ئې، په خېبرپښتونخوا کښې چې څومره هم قوانين اؤ پاليسۍ جوړيږي، ددې محور به صرف دعوامو ښيګړې اؤ عوامي مفاد وي. دۀ ووئيل چې ځينې نادانان ګوته پورته کوي چې خېبرپښتونخوا ته ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې داين ايف سي يو فيصد ترلاسه کيږي خو ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې ترټولو زياتې قربانۍ هم خېبرپښتونخوا ورکړيدي، نورو صوبو ته په مختلفو مدونو کښې دخېبرپښتونخوا نه هم زياتې پېسې ترلاسه کيږي، وزيراعلى دوفاق په ذمه دبقاياجاتو په اړه وووئيل چې دپن بجلۍ خالصې منافعې په مد کښې ٢٢٠٠ اربه روپۍ دوفاق په ذمه بقايا دي خو په دې هيڅوک خبره نۀ کوي. دضم شوو ضلعو لپاره دسلو اربو روپو کليز ورکولو وعده شوې وه خو پېسې نۀ دي ورکړے شوي، دضم شوو ضلعو ٥٥٠ اربه روپۍ هم دوفاق په ذمه بقايا دي، دپخوانۍ فاټا انتظامي انضمام خو شوے خو مالي انضمام ئې نۀ دے شوےو په مجموعي توګه دخېبرپښتونخوا درې زره اربه روپۍ دوفاق په ذمه واجب الادا دي، دۀ ووئيل چې اين ايف سي کښې دخېبرپښتونخوا نولس اعشاريه څلور فيصده جوړيږي خو څوارلس اعشاريه شپږ فيصده ورکولے شي، مونږ ته دې خپل پوره حق راکړے شي، وفاق دخېبرپښتونخوا سره دميرنې مور پشان سلوک کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0