داډياله جيل نه بهر مو دشپې دريوو بجو پورې دهرنا ورکړه، وزيراعلى

Jan 30, 2026 - 22:53
 0  0
داډياله جيل نه بهر مو دشپې دريوو بجو پورې دهرنا ورکړه، وزيراعلى

 اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې   داډياله جيل نه بهر مو دشپې دريوو بجو پورې دهرنا ورکړه، وزيراعلى  دسلمان اکرم راجا اؤ علامه ناصر عباس سره يو ځائے ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې  دعمران خان دصحت په اړه  حکومت طبي ترهه ګري اؤ غفلت کړے دے، دۀ ووئيل چې وړومبے به دوي وئيل چې په سياسي  ملاقاتونو پابندي ده. دۀ ووئيل چې  دعمران خان اؤ دهغه دکورنۍ داجازت نه بغير هغه يو يو داسې هسپتال ته دعلاج لپاره بوتلل شوے دے چرته چې دهغه دمرض سپيشلسټ ډاکټر نشته، اؤ هلته ئې علاج شوے، پينځوو ورځو پورې  دهغه دکورنۍ، وکيلانو اؤ ذاتي معالج نه دا خبره پټول کيده اؤ وفاقي وزيرانو وئيل چې  دوي( پي ټي ائي والا) دروغ وائي ، داسې هيڅ نشته، بيا دهغوي خپل وزير پخپل ووئيل چې اپريشن شوے دے، خو ددې نه پس هم دروغ ووئيلے شول، نو دوي خپل اعتماد بائيللے دے چې نۀ خو پرې  عوام اعتماد کوي اؤ نۀ پرې مونږ اعتماد کوو، مونږ غواړو چې دعمران خان ذاتي ډاکټر دې دهغه سره ووئيني.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي