نوښار، جنج کښې په ډزو پوليس کمانډو پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار اضاخيل خواؤشا کلي لکړے کښې دوادۀ په دستوره کښې ناتاره ډزې شويدي چې له امله ئې يو پوليس کمانډو دګولو لګيدو په سبب په موقعه پحق رسيدلے اؤ ديو دولس کلن ماشوم پشمول درې کسان سخت ژوبل شويدي، دپوليسو ترمخه د اضاخيل په لکړے کلي کښې دملک سرفراز خټک دوه سکه زامنو سجاد علي اؤ ناصر علي دوادۀ په دستوره کښې دنشې په حالت کښې وسله والو ځوانانو په کلاشنکوف سره ډزې کړيدي چې له امله ئې په جنج کښې موجود پوليس کمانډو هيډکانسټيبل منظور اشرف په موقعه په ګولۍ دلګيدو په وجه پحق رسيدلے دے، جنج کښې موجود دولس کلن طالب علم محمد ساحل، نامعلومه لاروۍ ماشومه اؤ اتلس کلن ځوان، جان باز په ګولو دلګيدو په وجه ژوبل شويدي، دريسکيو١١٢٢ ترمخه دپوليس کمانډو منظور اشرف مړے اؤ دوه ژوبل شوي کسان قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس ته وړل شويدي، شپږ کلنه ماشومه وروسته وارثانو پېښور ته منتقل کړې ده، دډي ايس پي نوښار سرکل ترمخه په حق رسيدلے دے هيډکانسټيبل کمانډو منظور اشرف په رخصتۍ کلي ته راغلے ؤ. مرحوم په ضلع خېبر کښې ډيوټي ترسره کوله. دپوسټ مارټم نه پس دهغه دورور مسعود اشرف په مدعيت کښې په اضاخيل تاڼه کښې دنامعلومو ملزمانو خلاف مقدمه درج کؤے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0