دوزيراعلى سهيل افريدي دپنجاب وزيراعلى مريم نواز ته خېرپښتونخوا ته دراتګ بلنه

Dec 28, 2025 - 22:32
 0  7
دوزيراعلى سهيل افريدي دپنجاب وزيراعلى مريم نواز ته خېرپښتونخوا ته دراتګ بلنه

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  دلاهور ددورې په دريمه ورځ دسينئر صحافيانوو اينکر پرسنز، ډيجيټل ميډيا نمائندګانو، مختلفو ټي وي چينلو بيوروچيفس اؤ پي ټي ائي دباني چئيرمين عمران خان خور نورين خان نيازي سره دملاقات په دوران  دپنجاب وزيراعلى مريم نواز ته خېبرپښتونخوا ته دراتګ بلنه ورکړې ده، دۀ وييلي دي چې مريم نواز دې خېبرپښتونخوا ته راشي، چرته چې به هغې ته وئيل کيږي چې دوزيراعلى دمنصب استقبال  پۀ  احترام يو جمهوري انداز کښې کيږي، وزيراعلى  مريم نواز ته خېبرپښتونخوا کښې دجلسې کولو پرانستے چيلنچ ورکړے دے، وزيراعلى وئيلي دي چې کۀ چرې  دپنجاب حکومت دا دعوه کوي چې  دعمران خان په کال عوام بهر نۀ راوځي نو هغه دې  مريم نواز ته دتيارۍ لپاره ديوې هفتې وخت ورکوي. دۀ ووئيل چې ديوې هفتې تيارۍ نه پس دې مريم نواز خېبرپښتونخوا ته راشي  اؤ دلته دې جلسه وکړي. ددې برعکس به هغه پخپله په پنجاب کښې جلسه کوي. وزيراعلى ووييل  ددې نه پس به واضحه شي چې دچا په کال عوام په زيات شمير کښې راوځي. دۀ وئيل تيرو عامو انتخاباتو کښې پاکستان تحريک انصاف پنجاب نه ١٨٠ چوکۍ ګټلې وې چې ددې خپرې واضحه ثپوت دے چې دپنجاب عوامو په پاکستان تحريک انصاف اعتماد کړې  ؤ اؤ هغوي دعمران خان په کال راوتلي وو  اؤ نن هم دراوتلو لپاره تيار دي.دۀ ووئيل کوم خلق چې په غيرقانوني توګه په حکومت قابض شويدي، يعنې دفارم ٤٧ دلارې  جوړ شوے حکومت، ددوي دعوامو سره هيڅ تعلق نشته. دا خلق په مکمله توګه  دعوامو نه منقطع شويدي. دپنجاب حکومت لخوا چې څنګه سختي  ، جبر اؤ زياتے روان دے، ددې دپاکستان په تاريخ کښې مثال نشته.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي