کرک کښې دسي ټي ډي اؤ پوليس مشترکه اپريشن،8 ترهه ګر ووژل شول

Dec 28, 2025 - 22:02
 0  1
کرک کښې دسي ټي ډي اؤ پوليس مشترکه اپريشن،8 ترهه ګر ووژل شول

کرک( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا په کرک ضلع کښې سي ټي ډي اؤ پوليسو  مشترکه اپريشن کړے اؤ اتۀ ترهه ګر ئې وژلي دي، دپوليس ذريعو وينا ده چې داپريشن په دوران دترهه ګرو ګڼې ځالې تباه کړے شويدي، اپريشن کښې  اتۀ ترهه ګر هم وژل شويدي، دکوهاټ ار پي او عباس مجيد مروت وينا ده چې اپريشن په بهادر خيل علاقه کښې شوے دے چې پکښې يو اهلکار هم ژوبل شوے دے. دتفصيلاتو ترمخه دکرک پوليسو دامن دشمنه عناصرو خلاف لوئې کريک ډاؤن کړے دے، دخرم تاڼې لرې پرتې اؤ سختې غرايزې علاقه کښې ددهشت ګردو په ځالو  حمله شوې ده، دکامياب اپريشن په دوران اتۀ ترهه ګر وژل شويدي. دپوليسو وينا ده چې داپريشن په دوران ترهه ګرو دپوليسو دپرمختګ محسوسولو نه وروسته تېښته کړې ده، پوليس کمانډوز دترهه ګرو تعاقب کړے اؤ کامياب اپريشن ئې يقيني کړے دے، دهشت ګردو دخپلو وژل شوو ملګرو دلاشونو ترلاسه کولو لپاره  زيات کوششونه هم کړيدي. ديو بل خبر ترمخه ارپي او وئيلي دي چې ددهشت ګردو دموجودګۍ په اطلاع سيکورټي فورسز کارروائي کړې ده، په دې دوران دډزو سخته تبادله شوې ده. دپوليسو ترمخه دوژل شوو ترهه ګرو لاشونه په غرايزو علاقو کښې پراتۀ دي چې دترلاسه کولو لپاره ئې دترهه ګرو لخوا په سيکورټي فورسز ډزې روانې دي. په علاقه کښې کلئيرنس اؤ سرچ اپريشن روان دے چې دغه شان ممکنه ترهه ګر ختم کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي