په بېړنيو حالاتو کې افغان کډوال له کېمپونو څخه اېستل نه ممکن دي: وزير اعلی
کوهاټ ( نعمت الله خان )
د خيبر پښتنوخوا وزير اعلی سهيل اپرېدی وايي، افغان کډوالو په بېړنيو حالاتو کې له کمپنونو نشي اېستلای.
نوموړي اکتوبر پر 20 نېټه ايالتي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې ويلي، افغان کډوال په پاکستان کې لسيزو ډېر وخت کېږي مېشت دي دوی دلته په لوی کچ خپل کاروبارونه لري او اولادونه يې پر زدکړو بوخت دي بايد مرکزي حکومت له د کډوالو په اړه شوې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي، په خيبر پښتونخوا کې يې د کډوالو 43 کېمپونو د تړولو امر کړی خو په له يادونو کېمپونو کې لکونه شمېر کډوال مېشت دي د دوی په ډله ييز ډول سملاسي اېستل به ناممکن وي.
ده زياته کړه، د کډوالو اېستل دې په دروناوي سره بايد وشي د بېرته تګ پر مهال دې کډوالو ته ستونزې جوړې نه کړای شي.
ښاغلي، دا هم وويل، افغان کډوالو د اېستلو په تړاو به د ګونډ مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان سره په زندان کې ويني او نظر به يې
اخلي.
د پاکستان مرکزي حکومت د دغه روانې اکتوبر مياشتې پر 15 نېټه په خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ټول پنډغالي ناقانونه وګرځول او کډوالو ته له پنډغاليو وتلو او هېواد ستانېدو ويل شوي.
د پاکستان حکومت دريځ په هېواد کې د نا امنۍ له کبله ټول هغه بهرنيانو د اېستلو بهير پيل کړی چې د استوګنې کوم قانوني اسناد نه لري په دغه بهير کې افغان کډوال هم شامل دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0