دپيوټن شرائط ومنه ګنې روس به يوکرين تباه کړي،يوکرين صدر ته دټرمپ خبردارے
د برطانوي اخبار فنانشنل ټائمز له مخې، د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ په يوه ليدنه کښې د اوکراين له اولسمشر ولاديمير زيلينسکي نه غوښتنه وکړه چې د روس د اولسمشر ولاديمير پوتين د اوربند شرطونه ومني. د راپور له مخې، ټرمپ زيلينسکي ته خبردارے ورکړے چې پوتين ګواښ کړے، که چيرې اوکراين د روس شرطونه ونه مني، نو روس به ئې تباه کړي. فنانشل ټايمز دا هم ويلي چې ټرمپ پۀ زيلينسکي زور راوړے چې د ختيز دونباس سيمه دې روس ته وسپاري، تر څو اوربند ته زمينه برابره شي. راپور زياتوي، چې زيلينسکي وتوانېدو چې ټرمپ قانع کړي چې پۀ اوسني جنګي حالت دې اوربند وشي، چې دواړو لوريو پرې موافقه وکړه. د ليدنې وروسته، ټرمپ وويل: "اوس د وينې تويېدو د ختمېدو وخت راغلے، دواړه خواوې دې ځانونه ګټونکي وبولي او پرېکړه دې تاريخ ته پرېږدي." دا ليدنه دوه ورځې وړاندې په سپينه ماڼۍ کښې شوې وه، چرته چې دواړو مشرانو د روس او اوکراين پر شخړه مفصلې خبرې وکړې.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0