د 42ؤ فلسطينيانو دشهيدولو وروسته اسرائيلو دجنګ بندۍ معاهده بحال کړه

Oct 20, 2025 - 11:54
 0  1
د 42ؤ فلسطينيانو دشهيدولو وروسته اسرائيلو دجنګ بندۍ معاهده بحال کړه

اسرائيلو  په لويه فضائي حمله کښې د٤٢ؤ فلسطينيانو دشهادت نه پس په غزه کښې دجنګ بندۍ معاهده بحال کړې ده،  فلسطيني چارواکو عرب ميډيا ته دجنګ بندۍ دبحالۍ  تصديق کړے، دمعاهدې دخلاف ورزيو نه بچ کيدو لپاره  ديو منظم طريقه کار فيصله کولو باندې خبرې روانې دي،دذريعو وينا ده چې دجنګ بندۍ بحالۍ کښې مصر، ترکي، قطر اؤ امريکې دثالثۍ کردار ادا کړےدے. داسرائيلو فوج لخوا په جنوبي غزه سختې فضايي حملې شويدي چې پکښې ٤٢ فلسطينيان شهيدان شويدي، په مجموعي توګه دتيرې ورځې  راهسې ٤٥ فلسطينيان شهيدان شويدي. داسرائيلو فوج په غزه کښې دحماس  په مبېنه اهدافو ١٢٠ راکټونه داغلي دي، په دې کارروايۍ کښې  دعامو وګړو، بې کوره شوو خلقو خيمې اؤ دنصيرات کيمپ په نخښه کؤے شوے دے، په خاصه توګه  دخان يونس شمال مغربي علاقه کښې  اولسي ابادۍ ته سخت نقصان رسيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي