ډي ائي خان کښې عمليات،7 ترهه ګر هلاک، ميجر شهيد

Oct 9, 2025 - 19:06
 0  1
ډي ائي خان کښې عمليات،7 ترهه ګر هلاک، ميجر شهيد

په ډېره اسماعيل خان  کښې د امنيتي ځواکونو لخوا   دانټلي جنس معلوماتو په بنياد عمليات شوی دی، چې پکښې د پاک پوځ زړۀ ور افسر ميجر سبطين حيدر شهيد شوے دے، او د خوارجو فتنې سره تړلي اووه  7  ترهګر وژل شوي دي. دا عمليات د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه  کښې ترسره شوی دی.

د ائی اېس پي ار په وینا، دا عمليات د هغو خفيه معلوماتو پۀ بنياد  شوي چې پکښې د خوارجو شتون تاييد شوے و. د عملياتو پۀ مهال  دسختو ډزو تبادله وشوه، چې پکښې ميجر سبطين حيدر، چې د کوئټې سره يې تعلق و، د زړورتيا مظاهره وکړه او د دښمن مقابله  کښې ئې شهادت قبول کړو.

د وژل شوو ترهګرو څخه وسلې او بارود هم ترلاسه شوي دي. د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ائي ايس پي ار) وينا ده چې د پاک پوځ ځوانانو په مؤثره طريقه د ترهګرو سره مقابله وکړه او هغوی يې خپل انجام ته ورسول.

۳۰ کلن ميجر سبطين حيدر د کوئټې اوسېدونکے و او د عملياتو مشري يې په خپله کړې وه. هغه د خپلې ډلې مشري په زړورتيا سره وکړه او د دښمن خلاف جنګيدلے.

د عملياتو نه وروسته، امنيتي ځواکونو په سيمه  کښې کلیئرنس اپرېشن پيل کړے دے. د  ائي ايس پي ار د معلوماتو له مخې، په سيمه  کښې د هر   هندي ملاتړ لرونکي خارجي ترهګر ختمولو لپاره د سینیټایزېشن   عمليات روان دي.

  ائي ايس پي ار زياتوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه په هېواد  کښې د هند په ملاتړ ترهګرۍ له منځه وړلو ته کلک هوډ لري، او د زموږ زړورو زامنو دا ډول قربانۍ زموږ اراده نوره هم پياوړې کوي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي