سږکال په پاکستان کښې دګرانۍ سيوا کيدو امکان دے، عالمي بينک

Oct 8, 2025 - 23:18
 0  2
سږکال په پاکستان کښې دګرانۍ سيوا کيدو امکان دے، عالمي بينک

نړيوال بانک د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې (شرحِ نمو) وړاندوينه 0٫5 فيصده   کمي کولو سره  دا 2٫6 فيصده ته ښکته کړې ده. نړيوال بانک ويلي، چې دا کمے د وروستيو ويجاړوونکو سېلابونو له امله متوقع و، چې له وجې يې د ګرانۍ کچه هم تر ۷٫۲ فيصده پورې لوړېدلو امکان شته. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا مالي اداره چې په واشنګټن کښې موقعيت لري، د منځني ختيز، شمالي افريقا، افغانستان او پاکستان (MENA-AP) لپاره په خپور کړي اقتصادي راپور کښې ويلي، چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره د حقيقي GDP وده به شاوخوا ۲٫۶ فيصده وي، ځکه چې روان سېلابونو د اقتصاد پۀ اټکلونو ناوړه اغېز کړي دي. نړيوال بانک له دې وړاندې د ۲۰۲۵ اپريل په دوه کلن راپور کښې د پاکستان اقتصادي وده ۳٫۱ فيصده ښودلې وه. پاکستان خپله دا هدف ۴٫۲ فيصده ټاکلے و، خو د IMF سره د مذاکراتو وروسته دا هدف ۳٫۵ فيصده ته راکم  شوے. راپور زياتوي، چې ابتدائي اټکلونه ښائي چې په پنجاب کښې به د کرنيزو حاصلاتو کښې لږ تر لږه 10 فيصده کمے وي، کوم چې به پر مهمو فصلونو لکه وريژې، کمند، پمبه، غنم او جوارو اغېز وکړي. راپور کښې دا هم ويل شوي، چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال کښې تمه ده اقتصادي وده ۳٫۴ فيصده ته لوړه شي. دا پرمختګ به د زياتې کرنيزې پيداوار، د افراطِ زر او سود کموالي، د صارفينو او کاروباريانو باور زياتېدو، او د شخصي مصرف او پانګونې د ودې له وجې وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي