پنجاب اؤ سندهـ کښې امن خو په خېبرپښتونخوا کښې بدامني ده، ميا افتخار
نوښار( سيد نديم مشواني) دعوامي نيشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين دترهه ګرۍ ذمه وار اسټيبلشمنټ ګرځولے اؤ وئيلي ئې دي چې مرکزي اؤ صوبائي حکومتونه ئې هم برابر ذمه وار دي، دمعدنياتو په وسائيلو دقبضې لپاره داور اؤ وينې لوبه لوبولے شي، پښتنو ته به متحد کيدل وي ، دتيراه پېښه اقفسوسناکه اؤ سواليه نخښه جوړه شوې ده، پنجاب اؤ په سندهـ کښې امن دے خو په خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې ترهه ګري ده. دسعودي عرب سره دامن معاهده غوره ده خو زمونږ په سيمه کښې دې هم امن قائم کړے شي. پښتانۀ به پخپلو معدني وسائيلو دمرکز دقبضې کيدو په يو قيمت هم اجازه ورنکړي. دترهه ګرۍ پېښې پېښې په اخبارونو اؤ ټي وي په نوي اؤ غلط انداز کښې پيش کولو سره دحقائقو پټولو کوشش روان دے. ترهه ګري يو منافع ب کاروبار دے. دا خبرې دۀ درسالپور سره نزدې ګنډهيرۍ کښې جلسې ته په وينا کښې کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0