افغان کډوال وايي، نشي کولای په بېړنيو حالاتو کښې خپل هېواد ته ستانه شي
کوهاټ ( نعمت الله خان) د پېښور په رسنيز مرکز کښې يوې خبري ناستې ( پرېس کنفرانس ) پۀ مهال په خيبر پښتونخوا کښې مېشت د افغان کډوالو مشرانو ووئيل، په پاکستان ئې کلونو راهيسې د کډوالۍ ژوند تېر کړے او د پاکستان هېواد ښه کوربتوب ستائنه کوي خو په دې يوې مياشتې په موده کښې دوی نشي کولے د کلونه ژوند چارې راټولې کړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د بريالي مياخيل په نوم د کډوالو يو مشر خبريالانو ته ويلي، پاکستان حکومت دې ورته وخت ورکړي په بېړنيو حالاتو کښې خپل هېواد ته نشي تللے ځکه چې ډېری افغان کډوال په خيبر پښتونخوا د پاکستان هېواد په بېله بېلو برخو کښې کاروبار او شتمنۍ لري او اولادونه ئې دلته زېږيدلي په ښونځيو او پوهنتونو کښې پر زدکړو بوخت دي.
ده زياته کړه، افغانستان کښې نوی حکومت رامنځته شوی هلته د کار روزګار هغه ډول فرصتونه نشته چې په لاکونه شمېر کښې افغان کډوالو ته پکې کار کولو زمينه ولري.
دغه راز د کډوالو يو بل مشر او کاروبار کوونکی نقيب پاچا بيا وويل، په پيښور کښې افغانان په کربونه روپۍ کاروبار لري او دلته له کوربه ټولنې سره يې ګډ کاروبارونه دي.
دغه افغان کاروبار کوونکي کډوال نشي کولای چې د روانې مياشتې تر پای پورې خپل کاروبار او شتمنۍ راغونډې کړي بايد حکومت پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار) د ورته په ګډه يوه داسې تګلاره جوړه کړي چې دغه کډوال په ښه توګه له خپلو شتمنيو سره بېرته هېواد ته ستانه شي.
نوموړي د پاکستان حکومت څخه هم غوښتنه وکړه، چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان د (پي او ار) يا د (اې سي سي ) په نوم د کډوالۍ کارتونه لري دوی ته په پاکستان د کارتونو پر اساس د استوګنې ويزې ورکړل شي.
د پاکستان کورنيو چارو وزارت په پاکستان کښې مېشت د ( پي او ار ) په نوم کارت لرونکو کډوالو کارتونو د اعتبار موده ختمه کړې او دغه کډوالو استوګنه يې په هېواد کښې ناقانونه ګرځولې.
د دغه وزارت په خپله يوه خپره کړل شوې اعلاميه کښې ويلي، ټول افغان کډوال د په خپله د روانې مياشتې اګست تر 31مې نېټې پورې پاکستان څخه لاړ شي ګنې پر ضد به يې بيا د سېپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د ويستلو لپاره عمليات پيل کړي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0