دسوات سانحې مقدمه دويراعلى خلاف درج کيدل پکار دي، ګورنر

Jul 1, 2025 - 15:09
 0  0
دسوات سانحې مقدمه دويراعلى خلاف درج کيدل پکار دي، ګورنر

دخېبرپښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې دسوات  سانحه انتهائي افسوسناکه ده اؤ ايف ائي ار دوزيراعلى خلاف درج کيدل پکار دي.

 ميډيا سره په خبرو کښې ګورنر ووئيل چې  په خېبرپښتونخوا دديارلسو کلونو راهسې نااهله حکومت مسلط دے، صوبائي  حکومت دکرپشن نوي ريکارډونه جوړوي.

دۀ ووئيل چې  په وخت امدادي کارروائيو سره دخلقو ژوند بچ کيدے شو، متاثره خاندان دامداد لپاره چغې وهلې  خو انتظاميه ونۀ رسيده، علي امين ګنډاپور کښې  کۀ اخلاقي جرائت وے نو تراوسه به ئې استعفا ورکړے وے،

 ګورنر ووئيل چې دپي ټي ائي حکومت صوبه دتباهۍ لوري ته ورديکه کړې ده، دسوات دپېښې  دشفافو تحقيقاتو مطالبه کوو. دۀ ووئيل چې په دې پېښه دوزيراعلى بيان افسوسناک دے، دمتاثرينو غم کښې برابر شريک يو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي