لکي مروت کښې په ګاډي ډزې، درې قتل
په لکي مروت کښې نامعلومو کسانو په يو ګاډي ډزې کړيدي چې له امله ئې درې تنه قتل شويدي،
دپوليسو چارواکو وينا ده چې دوانډه کړه سره نزدې نامعلومو کسانو په ګاډي ډزې کړي دي ،وژل شوي کسان ديوې روغې لپاره روان وو،
سرچينو وئيلي دي چې پۀ وژل شوو کښې دشهاب خيل دامن کميټۍ صدر غلام دستګير اؤ دهغه دوه ملګري شامل دي. دچارواکو وينا ده چې غلام دستګير ترهه ګرو هاغه وخت په نخښه کړو کله چې هغه په يو ګاډي کښې قبول خيل ته ديوې تنازعې دحل لپاره روان ؤ.
په نورو وژل شوو کسانو کښې سليم خان اؤ صلاح الدين شامل دي. دټولو وژل شوو کسانو مړي پوسټ مارټم لپاره دسرائے نورنګ هسپتال ته منتقل کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0