کوهاټ کښې د دوه لکو روپو په تنازعه درې سکه وروڼه قتل
کوهاټ( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کښې په مبېنه توګه ددوه لکو روپو په تنازعه درې وروڼه په ډزو سره قتل کړے شويدي، دحمله کوونکو دمقتولينو سره ددوه لکو روپو دلين دين تنازعه وه. دتفصيلاتو ترمخه کوهاټ کښې مخالفينو ډزې کړي دي اؤ درې سکه وروڼه ئې په بې دردۍ سره قتل کړي دي. پوليسو وئيلي دي چې ددريوو وروڼو دقتلولو دا افسوسناکه پېښه دکوهاټ په قالو بانډه کښې شوې ده، دوژل شوو وروڼو پيژندګلو د٢٥ کلن احمد زمان،٣٠ کلن فيصل زمان اؤ ٢٠ کلن اکبر زما په نومونو سره شوې ده. دابتدائي تحقيقاتو ترمخه دمقتولينو او حمله کوونکو ترمينځ صرف ددوه لکو روپو دلين دين تنازعه راروانه وه چې شدت ئې اختيار کړے اؤ په دې مخالفينو ډزې کړيدي. دپېښې وروسته په سټي تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده. پوليسو وئيلي حمله کوونکي تښتيدلي دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0