پاکستان په کاميابۍ بګرام ائيربيس په نخښه کړے، امريکائي اخبار
واشنګټن( ميډيا رپورټ) پاکستان په کاميابۍ بګرام ائيربيس په نخښه کړے، امريکائي اخبار نيويارک ټائمزپخپل رپورټ کښې وئيلي دي چې اپريشن غضب للحق په دوران پاکستان دافغانستان اهم ترين بګرام ائيربيس په کاميابۍ سره په نخښه کړے دے، اخبار پخپل رپورټ کښې ليکلي دي چې حمله کښې دبګرام ائيربيس يو ائيرکرافټ هينګر اؤ دوه ويئر هاؤس تباه شويدي، نيويارک ټائمز وئيلي دي چې په دې حواله سيټلائټ تصويرونه هم مخې ته راغلي دي، رپورټ کښې وئيل شويدي چې پاکستان په يوه هفته کښې په افغانستان کښې په فوجي اهدافو د٥٠ؤ نه زياتې فضائي حملې کړي دي ، اخبار ليکلي دي چې په افغانستان کښې دفتنه الخوارجو دموجودګۍ شواهد دمتحده قامونو په رپورټونو کښې څو ځله پيش کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0