امريکې پۀ سري لنکا کښې دايراني بحريې جنګي جهاز ډوب کړو

Mar 5, 2026 - 01:28
 0  2
امريکې پۀ سري لنکا کښې  دايراني بحريې جنګي جهاز ډوب کړو

سري لنکا(  ميډيا رپورټ)  امريکې پۀ سري لنکا کښې  دګالے بندرګاه سره نزدې    دايراني بحريې جنګي جهاز ډوب کړے دے،   دسري لنکا  ددفاع وزارت په بيان کښې وئيل شويدي چې   پۀ جنګي جهاز کښې  تقريباً ١٨٠ کسان سوارۀ وو چې پکښې ١٤٠ تراوسه بې درکه دي ، بيان کښې وئيل شويدي چې ٣٠ کسان دريسکيو اپريشن په دوران دسمندر نه په حفاظت سره راويستل شويدي، دسري لنکا ددفاع وزارت بيان ترمخه   ژوبل شوي کسان نزدې هسپتال ته منتقل کړے شويدي.  وروسته دسري لنکا ددفاع  دوزير سيکرټري بي بي سي ته ووئيل په سمندر کښې  ډوب شوي ايراني جهاز کښې دسورو ٨٠ؤ کسانو لاشونه ترلاسه شويدي. بلخوا دبي بي سي ترمخه د امريکا دفاع وزير پېټ هېګسيت په واشنګټن کښې يوې خبري غونډې ته وويل، متحده ايالونه د ايران په اړه د خپلو پوځي عملياتو پر مهال غيرنظامي تأسيسات او ځايونه نه په نښه کوي.  هغه په همدې خبري ناسته کښې وويل چې د امريکا يوه اوبتل د ايران يوه کښتۍ ډوبه کړې ده.  هېګسيت زياته کړه: "موږ پرته له دې چې خپل سرتېري ښکته کړو، خپلو هدفونو ته رسېدلي يو".  نوموړي دا هم وويل چې ايران هره ورځ کمزوري کېږي او په سيمه کښې د امريکا ځواک زياتېږي.  د امريکا د دفاع وزير وويل هېواد يې په ايران کښې پر يوه ښوونځي د بريد موضوع څېړي.  د "شجره طيبه" لومړني ښوونځي د زد‌کوونکو او نورو وژل شوو کسانو د جنازې مراسم پرون په مينار ښار کښې ترسره شول. د امريکا او اسرائيل له خوا له ايران سره د جګړې په لومړۍ ورځ، تهران اعلان کړي و چې دغه ښوونځي د دواړو هېوادونو د توغنديز بريد هدف ګرځېدلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي