دبيرسټر ګوهر دعمران خان علاج په شفاء هسپتال کښې دذاتي ډاکټرانو نه دکولو غوښتنه

Feb 24, 2026 - 12:21
 0  2
دبيرسټر ګوهر دعمران خان علاج په شفاء هسپتال کښې دذاتي ډاکټرانو نه دکولو غوښتنه

 اسلام اباد( ميډيا رپورټ)  دپي ټي ائي چئيرمين بيرسټر ګوهر  دپي ټي ائي دباني چئيرمين عمران خان علاج په شفاء انټرنيشنل هسپتال کښې دخپلو ذاتي ډاکټرانو نه  دکولو غوښتنه کړې ده،  په ايکس هغه خپل يو بيان کښې وئيلي نن سحر دوه بجې  ماته دمسيج دلارې وئيل شويدي چې باني پمز هسپتال ته دانجيکشن لګولو لپاره راوړل شوے ؤ خو پيشګي اطلاع راته نۀ وه راکړے شوې. هغه ليکلي زمونږ غوښتنه نن هم هاغه ده چې  دباني علاج  اؤ چيک اپ دې شفاء انټرنيشنل  هسپتال کښې دخپلو ډاکټرانو اؤ کورنۍ په موجودګۍ وشي. په ډاګه دې وي چې دپي ټي ائي باني عمران خان دفالو اپ طبي معائنې لپاره پاکستان انسټي ټيوټ اف ميډيکل سائنسز( پمز) ته منتقل کړے شوے دے چرته چې دهغه دسترګې دعلاج اهمه مرحله مکمل شوې ده. دجاري شوي پريس ريليز ترمخه  په اډياله جيل کښې قيد عمران احمدخان نيازي په ٢٤مه فرورۍ ٢٠٢٦م دعلاج په لړ کښې اينټي يواي جي ايف انټرا وټريل انجيکيشن دويم خوراک لګولو لپاره هسپتال ته راوړل شوے دے.  دطبي عمل نه وړاندې  دماهرينو بورډ دهغه تفصيلي معائنه کړې ده چې پکښې د کنسلټنټ کارډيالوجسټ له لوري ايکوکارډيوګرافي اؤ اي سي جي شوې ده چې نتيجې ئې نارمل راغلي دي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي