صوابۍ کښې دپي ټي ائي احتجاج، ددريوو ګينټو راهسې ګير ايمبولينس کښې زنانه مريضه پحق ورسيده
صوابۍ( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف دباني عمران خان دخراب صحت اؤ جيل کښې دعلاج دسهولتونو دنيشتوالي خلاف دپي ټي ائي کارکنانو دصوابۍ انټرچينج په مقام احتجاج کړے اؤ موټروے ئې تر دريوو ګينټو بنده کړې چې په دې دوران په ټريفک کښې نښتي ايمبولينس کښې موجوده زنانه مريضه پحق رسيدلې ده. دذريعو وينا ده چې په صوابۍ انټرچينج ددهرنې په وجه هسپتال ته دمنتقلۍ لپاره په ايمبولينس کښې موجوده دشيرين کوټهو نوښار سره تعلق لرونکې زنانه مريضه انور بيګم پحق رسيدلې. دپي ټي ائي کارکنانو په مبېنه توګه دزنانه په زوې اؤ خاوند بدترين تشدد کړے اؤ په دې دوران دايمبولينس ډرائيور قدر خان هم ژوبل شوے دے. دپي ټي ائي کارکنانو ددهرنې په دوران دموټروے اړخ ته پرتې خښتې راويستلي ، په روډ ئې ايښودي اؤ موټروے ئې دټريفک لپاره بنده کړې ده. په دې موقعه عوامو اؤ مسافرو پوښتنه کړې چې دخېبرپښتونخوا عوامو ته اخر دڅه خبرې سزا ورکولے شي، دداسې قسمه حرکتونو په وجه دصوبې عوام دپي ټي ائي نه خفه دي، دا ورځ په ورځ احتجاج اؤ دخېبرپښتونخوا لارې اؤ شاهراه ګانې بندول دکوم ځائے انصاف دے؟
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0