دسپريم کورټ په احکاماتو عمل درامد کښې دنور ځنډ سنګينې نتيجې راوتلے شي،دخېبرپښتونخوا وزيراعلى

Feb 15, 2026 - 01:41
 0  3
دسپريم کورټ په احکاماتو عمل درامد کښې   دنور ځنډ سنګينې نتيجې راوتلے شي،دخېبرپښتونخوا وزيراعلى

  اسلام اباد( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې دسپريم کورټ په احکاماتو عمل درامد کښې   دنور ځنډ سنګينې نتيجې راوتلے شي،دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي  دپاکستان تحريک انصاف دباني  عمران خان دعلاج په حواله په عدالتي احکاماتو پۀ عمل درامد کولو زور راوړے اؤ خبردارے ئې ورکړے دے چې دنور ځنډ سنګينې نتيجې راوتلے شي، وزيراعلى سهيل افريدي  ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې  په ټول پاکستان کښې عوام  پرامنه احتجاج کوي  اؤ دخپل نن اؤ مستقبل خبره کوي، دسپريم کورټ دواضحه احکاماتو باوجود دوفاقي حکومت رويه دپوهې نه بالا ده. دۀ ووئيل چې دحکومت کوشش دے چې دپاکستان تحريک انصاف پرامنه احتجاج سبوتاژ کړے شي اؤ په دې کښې  خپلو عناصرو شاملولو سره  دنهمې مئ پشان دپېښو فضاء پيدا کړے شي خو حقيقت دا دے چې  دپارټۍ کارکنان په مکمله توګه پرامنه دي. دۀ ووئيل دتيرو دوه ورځو راهسې په مختلفو مقاماتو احتجاج روان دے خو تراوسه کومه بده پېښه نۀ ده شوې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي