کوم دهشت ګرد اؤ دهغوي سهولت کار به په يو صورت هم ونۀ بخښلے شي، فيلډ مارشل
کوئټه ( وحدت خبر) فيلډ مارشل سيد عاصم منير په بلوچستان کښې ددهشت ګردو دحملو په موثره ردعمل ورکولو دپاک فوج اهلکارو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړيدي اؤ وئيلي ئې دي چې کوم دهشت ګرد اؤ دهغوي سهولت کار به په يو صورت هم ونۀ بخښلے شي، فيلډ مارشل وئيلي دي چې سخته کارروائي به کولے شي، دائي ايس پي ار ترمخه چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير دکوئتې دوره کړې ده، ائي ايس پي ار وئيلي دي چې په دې موقعه هغه تته په مجموعي سيکورټي صورتحال اؤ داخلي سلامتۍ لپاره په جاري اپريشنو جامع بريفنګ ورکړے شوے دے. بيان کښې وئيلے شويدي چې بريفنګ کښې دبهارت په پشي شا ملاتړ سره په بين الاقوامي کچه نامزد دهشت ګرد تنظيم فتنه الهندوستان له لوري دشوو حملو اؤ سيکورټي فورسز په وخت اؤ موثره جارحانه ردعمل تفصيلي رڼا اچولے شوې ده. فيلډ مارشل ته وئيل شويدي چې دموثره ردعمل په نتيجه کښې ددشمن په بلوچستان کښې دامن، استحکام اؤ ترقۍ ته دنقصان رسولو ناوړه ارادې ناکامه کړے شويدي، په دې موقعه درياستي رټ نور مضبوط جوړولو، عوامو اؤ اهمو تنصيباتو تحفظ يقيني کولو لاپره په شوو اقداماتو هم خبرې اترې شويدي، فيلډ مارشل ووئيل چې دټولو عناصرو خلاف به دقانون مطابق کارروائي کيږي، دۀ ووئيل چې دهر جواز لاندې تشدد اؤ دهشت ګردي سمه نۀ شي ګرځول کيدے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0