دوزيراعلى سهيل افريدي دعالمي بينک صدر سره ملاقات

Feb 2, 2026 - 13:56
 0  4
دوزيراعلى سهيل افريدي دعالمي بينک صدر سره ملاقات

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا  وزيراعلى سهيل افريدي دعالمي بينک صدر  اجے بنګا سره ملاقات  کړے دے، ملاقات کښې دصحت، تعليم او هنر، انرژۍ اؤ کلائيميټ رزيلينس څانګو کښې په مرستې غزولو خبرې اترې شويدي، سهيل افريدي په دې موقعه وئيلي دي چې  دخېبرپښونخوا حکومت دعالمي بينک تعاون ته دقدر په سترګه ګوري، سهيل افريدي وئيلي چې صوبائي حکومت دپرائمري هيلتهـ کيئر نظام مضبوطوي، خېبرپښتونخوا کښې احساس مور پروګرام شرون کولے شي، دحمل نه دماشوم زيږون پورې  دماشوم اؤ مور  مکمله پالنه به دحکومت ذمه واري وي، دماشومې دزيږون په صورت کښې به ددريوو مياشتو اضافي معاونت فراهم کولے شي، دصوبې سل فيصده ابادي ته  يونيورسل هيلتهـ کوريج فراهم کولے شي. دقدرتي افتونو په وجه خېبرپښتونخوا ته سخت نقصان رسيدلے دے، کلائيميټ ريزيلينس کښې سرمايه کاري غزوو، دعمران خان دويژن له مخې دمعدنياتو په څانګه کښې دمقامي ابادۍ مفاداتو ته وړومبۍ ترجيح ورکولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي