په رياستي ادارو الزامونه،دوزيراعلى سهيل افريدي دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري
اسلام اباد: سينئر سول جج عباس شاه په رياستي ادارو دګمراه کوونکو الزامونو او وقار متاثره کولو په مقدمه کښې دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى سهيل افريدي دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړے
عدالت په ائنده سماعت دسهيل افريدي دګرفتارولو او دهغه دپيش کولو حکم کړے دے.
تيره ورځ سينئر سول جج عباس شاه دسهيل افريدي خلاف ددرج مقدمې سماعت وکړو، عدالت دسهيل افريدي دګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړو او دهغه دګرفتارولو او په لسمه فرورۍ عدالت ته دپيش کولو حکم ئې جاري کړو.
په ډاګه دې وي چې دسهيل افريدي خلاف دپيکا ايکټ لاندې اين سي سي ائي اے مقدمه درج کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0