دکورکمانډر اؤ ائي جي ايف ايف سي په مشرۍ ٢٤ کسيزه کميټۍ دتيراه مشرانو ته دکورونو خالي کولو وينا کړې،سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي دتيراه اپريشن په اړه اهم ويډيو پيغام جاري کړے دے، پخپل پيغام کښې وزيراعلى وئيلي دي چې په تيراه نن يوځل بيا سخت ترين حالات مسلط کړے شويدي، دعمران خان منتخب جمهوري حکومت درجيم چينج اپريشن دلارې رانسکور کړے شوے دے، درجيم چينج نه پس چې کله دهشت ګردو دوباره اباديدل نو خېبرپښتونخوا نه هزاره، ملاکنډ نه ډي ائي خان اؤ وزيرستان پورې مونږ جرګې اؤ امن پاڅونونه وکړل، مونږ خبردارے ورکړو چې دپښتون قوم دسرونو سودا روانه ده اؤ په مونږ دهشت ګردي دوباره مسلط کولے شي، په هاغه وخت کښې دپي ډي ايم ناجائزه حکومت وئيل چې مونږ ددروغو پروپيګنډۀ کوو. په هاغه وخت کښې پښتون قوم په لوئې شمير کښې بهر راووتلو اؤ دبندو کوټو فيصلې ئې مسترد کړې چې په کومو ضلعو کښې چې عوامو دغه فيصلې رد کړې، هلته دالله په فضل سره نن هم امن قائم دے. وزيراعلى وئيلي دي چې دبدقسمتۍ نه په کومو ضلعو کښې چې دا خطره په سنجيدګۍ سره نۀ ده اخستل شوې، هغه دوباره نن دبدامنۍ ښکار دي، په بندو کوټو کښې شوو فيصلو دعمران خان منتخب جمهوري حکومت رانسکور کړو چې په نتيجه کښې ئې بدامني هم راستنه شوه اؤ معيشت هم تباه شو، نن سرمايه کار اؤ ځوانان دملک نه دتيښتې لارې لټوي، په تيراه هم چې دبندو کوټو فيصلې مسلط کيدې نو ما ئې په ضد غږ پورته کړو. کله چې ٢٢ لويو اؤ ١٤ؤ زرو نه زياتو انټلي جنس بيسډ اپريشنو سره هم بدامني ختمه نۀ شوه نو مونږ دې پوهه کړے شو چې دوباره به داپريشن فائده مندې نتيجې څه وي؟ دخېبرپښتوخوا اسمبلۍ دچت لاندې دټولو مکاتب فکر اؤ صوبې ټولو سياسي جماعتونو جرګې په متفقه توګه ١٥ نکاتي ايجنډا منظور کړې، ټول په دې خبره متفق وو چې ملټري اپريشن دمسئلې حل نۀ دے اؤ داپريشن دلارې دهشت ګردي نۀ ختميږي. وزيراعلى وئيلي ټولو وئيلي چې په شريکه کښيناستلو سره دې دمسئلې حل ولټولے شي چې دغه شان مستقل امن قائم شي خو دوي ونۀ منله اؤ په بندو کوټو کښې فيصله وشوه چې په تيراه دې يوځل بيا اپريشن مسلط کړے شي. دکور کمانډر اؤ ائي جي ايف سي په مشرۍ کښې ٢٤ کسيزه کميټي جوړه کړے شوه، ٢٤ کسيزه کميټۍ کښې دفريدي قوم مشرانو ته ووئيلے شول چې تاسو کورونه خالي کړئ ځکه چې مونږ اپريشن نه شو کولے. دافريدي قوم مشرانو دکميټۍ غړو سره اتفاق ونۀ کړو، خو دوي مجبور کړے شول چې دواورې وريدو په موسم کښې خپل کورونه خالي کړي. ما بيا بيا واضحه کړې چې په کومه علاقه کښې اپريشن روان دے هلته دواورې وريدو په وجه څاروي هم ژوندي نۀ شي پاتې کيدے، اوس کډه کوونکي مشران، بچي اؤ زنانه ټوله دنيا ويني اؤ دواورې وريدو په وجه اپريشن هم نۀ کيږي. اوس دې مونږ څوک پوهه کړي چې ددې بندو کوټو فيصلو سره څه مقصد ترلاسه شو؟ دا اپريشن صرف زما په پخپلو خلقو کښې دبدنامولو اؤ زما دحکومت دختمولو لپاره شروع کړے شو. خو زۀ دخپل خلقو مينځ ته ورغلم اؤ هغوي ماته مينه اؤ عزت راکړو، اوس چې دوي پوهه شول چې په دې موقعه داپريشن فيصله غلطه وه نو هغوي پريس ريليز جاري کړو چې دتيراه خلق پخپلې مرضۍ سره کډې کوي. دا پريس ريليز ډير خطرناک دے، ددې دلارې دصوبې، ادارو اؤ وفاق ترمينځ دتنازعې پيدا کولو کوشش روان دے، دا اعتماد دفقدان پيدا کولو منصوبه ده، ددې پريس ريليز نه پس به قوم ددوي په خبرو په هيڅ صورت باور ونۀ کړي ځکه چې کورکمانډر اؤ ائي جي ايف سي دکميټۍ مخې ته لوئې وعدې کړيدي. زه داتوار په ورځ دوه بجې په ټول خېبر کښې دميشته قامونو جرګه جمرود فټبال اسټيډيم ته رابلم، په جرګه کښې به پوښتنه کولے شي چې تاسو پخپلې مرضۍ سره بې دخله شوئ کۀ په زبردستۍ پخپلو کورونو پريښودو مجبور شوئ؟ زما حکومت دمتاثرينو دپالنې لپاره څلور اربه روپۍ ريليز کړي ځکه مونږ دوفاق وعدې کتلي دي، تير اپريشن کښې کورونه تباه کړے شول اؤ صرف دڅلور لکه روپو وعده وکړے شوه ، تر ننه پېسې ورنۀ کړے شوې. دا ځل مونږ دبندو کوټو فيصلو لپاره ځان تيار کړے دے چې خپل خلق به بې اسرې نۀ پريږدو، زۀ دپښتون قوم سره ولاړ يم اؤ دوينې تر اخري څاڅکي به ددوي دحقونو لپاره ولاړ يم.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0