د نوښار چراټ شاه کوټ دسکرو درنګ کښې چاؤدنه، دپلار او زوې پشمول ٧ مزدوران سخت ژوبل
نوښار( سيد نديم مشواني) د نوښار چراټ شاه کوټ دسکرو درنګ کښې چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې دپلار او زوې پشمول ٧ مزدوران سخت ژوبل شويدي، دريسکيو ١١٢٢ ترمخه ټول سوزيدلي اؤ ژوبل شوي مزدوران په تشويشناک حالت کښې حيات اباد ميډيکل کمپليکس برن يونټ ته منتقل کړے شوے دے، د دوو مزدورانو حالت تشويشناک دے، دپوليسو وينا ده چې دټولو ژوبل شوو مزدورانو تعلق دشانګلې سره دے. دصدر ليبر يونين کول مائينز نورالله يوسفزئي وينا ده چې وړومبۍ چاؤدنه په ٣١م دسمبر ٢٠٢٥م کښې شوې وه چې پکښې درې کان کنان سوزيدلي اؤ ژوبل شوي وو چې تراوسه زيرعلاج دي. ليبر اؤ معدنياتو ادارې تر دې مهاله کوم حفاظتي اقدامات نۀ دي اخستي چې په وجه ئې پرله پسې دمتهين ګيس چاؤدنو په وجه کول مائينز اؤ دکان کنانو ژوند ته خطره پېښه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0