ټانک اؤ لکي مروت کښې په پوليسو بمي چاؤدنې،دايس ايچ او پشمول 6 اهلکار شهيدان
پېښور: په ټانک او لکي مروت کښې د پوليسو پۀ ضد بمي چاؤدنو کښې يو بکتر ګاډے تباه شوے، چې پکښې د ايس ايچ او په ګډون 6 پوليس اهلکار او يو عام لاروي شهيد شوي دي، په داسې حال کښې چې په بل بريد کښې 3 پوليس اهلکار ژوبل شوي دي۔
په خيبر پښتونخوا کښې د ټانک ضلعې د ګومل سيمې په حدودو کښې د پوليسو پر اے پي سي د آئياي ډي بم بريد شوے دے۔ د پوليسو په وينا، دا چاودنه د ټانک له کوټ ولي سيمې څخه شاوخوا 25 کيلومتره لرې شوې ده۔ د چاودنې له امله د پوليسو بکتر بند ګاډے په بشپړه توګه تباه شوے دے۔
د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کښې د ايس ايچ او په ګډون 6 پوليس اهلکار شهيدان شوي دي۔ د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ريسکيو 1122 ډلې د پېښې ځائے ته رسېدلي، له هغه ځايه د شهيدانو جسدونه او ټپيان روغتون ته منتقل کړل شوي دي۔
په بريد کښې شهيد شوي کسانو کښې اسحاق احمد خان (ايس ايچ او، ګومل تاڼه)، اے ايس آئي شير اسلم خان، ډرايور عبدالمجيد، ارشد علي، حضرت علي او احسان الله ډرايور شامل دي۔ وروسته يو عام لاروي هم چې په بريد کښې ټپي شوے و، ساه ورکړه، چې له امله يې د شهيدانو شمېر 7 ته ورسېدو۔ د ترهګرۍ ښکار شوي لاروي پېژندنه لا نه ده شوې۔
دوهمه پېښه د لکي مروت په سيمه کښې رامنځته شوې، چې د صدر تاڼې په حدودو کښې د دره تنګ ترڅنګ د آئياي ډي بم چاودنه شوې ده، چې پکښې د صدر تاڼې ايس ايچ او رازق خان په ګډون 3 پوليس اهلکار ټپيان شوي دي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0