ددې هنګامه ارايۍ اؤ دهشت ګردۍ پشا امريکا اؤ اسرائيل دي،ايراني صدر
تهران( ميډيا رپورټ) دايران صدر مسعود پزشکيان په ملک کښې دجاري مظاهرو په دوران دخپل حکومت داقتصادي پاليسيو دفاع کړې ده، دا دهغه وړومبۍ ټيلي ويژن انټرويو وه چې په ١١مه جنورۍ پۀ سرکاري نيوز چينل ائي ار ائي اين اين نشر شوې ده. ايراني صدر اعتراف کړے دے چې په عوامو کښې دمعيشت په حواله سخته بې قراري موندل کيږي اؤ اندازه لګول کيږي چې شايدد ٨٠ يا ٩٠ فيصده خلقو اندېښنې جائزې دي، دۀ ووئيل چې حکومت ددې مسائيلو دحل کولو لاپره کار کوي، دۀ عزم څرګند کړو چې معيشت کښې موجود ساختي عدم توازن به سمولے شي اؤ پۀ ايران کښې په موجوده بحران به قابو موندل کيږي. مسعود پزشکيان ووئيل دزرمبادله ګڼو نرخونو بدعنوانۍ ته وده ورکړې ده اؤ طاقتورو حلقو ته ئې دعوامو په قيمت فائده رسولې ده، ددۀ په وينا دغه شان نرخونه ختمول دانصاف اؤ مساواتو قائمولو لپاره ضروري وو. دۀ تسليم کړې ده چې دا پاليسي لنډ مهاله مشکلات پيدا کولے شي خو به الاخره به يوه مسابقتي منډۍ قائم وي، بدعنواني به کمه کړي اؤ دعوامو ژوند به بهتر جوړ کړي. دۀ عوامو ته دپرامنه پاتې کيدو اپيل کړے اؤ ددوي داندېښنو راکمولو يقين دهاني ئې ورکړې ده، دۀ وئيلي دي چې ددې هنګامه ارايۍ اؤ دهشت ګردۍ پشا امريکا اؤ اسرائيل دي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0