دسي ټي ډي په جمرود کښې کارروائي، درې ترهه ګر ووژل شول
خېبر( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې( سي ټي ډي) دضلع خېبر علاقې جمرود کښې کارروائي کړې ده چې پکښې درې ترهه ګر وژل شويدي. دسي ټي ډي لخوا جاري کړے شوي بيان ترمخه سي ټي ډي دخفيه اطلاع په بنياد کارروائي کړې ده اؤ دجمرود شاه کس بائي پاس روډ باندې په ناکے کلي کښې دفتنه الخوارجو تشکيل ئې په نخښه کړے دے چې پکښې درې ترهه ګر وژل شويدي، په بيان کښې وئيل شويدي چې دترهه ګرو دوه ملګري غرايزې علاقې ته تښتيدلي دي چې لټون ئې روان دے. دسي ټي ډي ترمخه وژل شوي ترهه ګر دفتنه الخوارجو فعاله غړي وو چې په سيکورټي فورسز دحملو پشمول قتل، اقدام قتل، بهته خورۍ اؤ دترهه ګرۍ په نورو پېښو کښې ککړ پاتې شويدي. دبيان ترمخه دوژل شوو ترهه ګرو دقبضې نه درې کلاشنکوفې اؤ بارودي مواد ترلاسه شويدي. ائي جي پي دترهه ګرۍ دمخنيوي اسپيشل ويپنز اينډ ټيکټکس ټيمونو ځوانانو ته شاباشے ورکړے دے اؤ وئيلي ئې دي چې دترهه ګرۍ خاتمې اؤ دامن وامان قيام لپاره سر په تلي ايښودونکي ځوانان دعزت وهمت پيکر اؤ دګران ملک فخر دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0