د رياستي ادارو خلاف ډيجيټل ترهه ګري،عادل راجا او نورو ته ٢،٢ ځله دعمرقيد سزا

Jan 2, 2026 - 14:29
 0  3
د رياستي ادارو خلاف ډيجيټل ترهه ګري،عادل راجا او نورو ته ٢،٢ ځله  دعمرقيد سزا

 اسلام اباد( وحدت خبر)  دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت درياستي ادارو خلاف دډيجيټل ترهه ګرۍ په کيس کښې عادل راجا اؤ نورو ملزمانو ته دوه، دوه ځله دعمر قيد سزا اورولې ده. په نهمه مئ درياستي ادارو خلاف دډيجيټل ترهه ګرۍ دکيس سماعت دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت اسلام اباد کښې ترسره شوے دے، چې پکښې اے ټي سي جج طاهر عباس سپرا دټرائيل په مکمل کيدو محفوظ کړے شوې فيصله اورولې ده. عدالت  عادل راجا، حيدر مهدي او وجاهت سعيد ته ، دوه، دوه ځله دعمر قيد سزا  اورولې ده، صابر شاکر، معيد پيرزاده ته هم دوه، دوه ځله دعمر قيد سزا اورول شوې ده، عدالت ملزمانو ته په نورو دفعو کښې په مجموعي توګه دپينځه ديرش کلونو قيد سزا اورولې ده. دسماعت په توګه دپراسيکيوشن له لوري په مجموعي توګه څليريشت ګواهان عدالت کښې پيش شويدي چرته چې عالت دپراسيکيوشن په خواست دملزمانو په غيرموجودګۍ کښې ټرائيل مکمل کړے دے، دپراسيکيوشن له لوري راجا نويد حسين کياني عدالت ته پيش شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي