ټانک کښې دوسله والو حملې، دوه پوليس اهلکار شهيدان
ټانک( وحدت خبر) په ضلع ټانک کښې په يوه ورځ کښې دوه پوليس اهلکار وژل شويدي، په ضلع کښې امنيتي صورتحال نور هم دخرابيدو اړخ ته تللے دے، پوليس اهلکار سجاد خان نامعلومو کسانو داغوا کولو وروسته شهيد کړيدے. دپوليسو ترمخه دا پېښه په داسې وخت کښې مخې ته راغلې چې هم په دې ورځ سحر دټانک تاڼې محرر ممتاز علي هم دسفر په دوران دګاډي نه راکوز کړے شوے اؤ نامعلومو کسانو وژلے ، دپوليس اعلاميې ترمخه ټانک اؤ ډيره اسماعيل خان ترمينځ دسيکورټي صورتحال په وجه سرکاري ملازمانو ته دټانک نه ډيره اسماعيل خان اؤ ټانک نه پيزو روډ بآندې دسفر نه دډډې کولو هدايت شوے دے، خصوصاً پوليس اهلکارو ته دغيرضروري سفر نۀ کولو تاکيد شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0