ټي ټي پي دسيمې لپاره يوه سنګينه خطره ده،ډنمارک
دډنمارک نائب مستقلې استازې سينډرا جينسن لانډي دملګروملتونو په سلامتي کونسل کښې يوځل بيا ددې حقيقت نه پرده پورته کړې ده چې کالعدم تحريک طالبان پاکستان ډله نۀ يوازې دپاکستان بلکې ټولې سيمې اؤ جنوبي ايشيا لپاره يوه سيوا کيدونکې سنګينه خطره جوړه شوې ده
.دډنمارک استازې په ډير واضحه انداز کښې ددې خبرې نشاندهي کړې ده چې ټي ټي پي ته دافغانستان دعبوري حکومت له لوري لاجسټک اؤ مالي مرسته ترلاسه ده چې دسيمې مجموعي امنيتي صورتحال لا پيچيده کوي
ډنمارک دغه اندېښنې دملګرو ملتونو دسلامتي کونسل دائي ايس ائي ايل( داعش) اؤ القاعده باندې دپابندۍ په اړه دکميټۍ چئيرمين په حېث په نيويارک کښې دشورو په ورځ په شوي اجلاس کښې وړاندې کړيدي
دڼمارک استازې ووئيل چې دټي ټي پي خواؤشا شپږ زره جنګيالي دي اؤ دا دسيمې لپاره يوه سنګينه خطره ده چې دافغانستان دعبوري حکمت چاراکو نه ورته لاجسټک اؤ مالي مرسته ترلاسه ده.
هغې ووئيل ټي ټي پي دافغان خاورې نه په پاکستان کښې ګڼې حملې کړيدي چې پکښې ځينو کښې په لوئې شمير کښې مرګونه هم شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0