مستونګ کښې عمليات، درې ترهه ګر هلاک، يو ميجر اؤ يو سپاهي شهيدان
مستونګ، بلوچستان — د فتنۃ الہندوستان پر ضد عمليات کښې دري ترهګر وژلي شوي اؤ يو ميجر او يو سپاهي شهيدان شوي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې( ائي ايس پي ار) تر مخه، د ۲۰۲۵ د جولائي ۲۳ نېټه، امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د بلوچستان مستونګ ضلع کښې د فتنۃ الہندوستان په نامه د هند لخوا ملاتړېدونکي ترهګر تنظيم پر ضد عمليات ترسره کړي دي.
د عملياتو په وخت، امنيتي ځواکونو د ترهګرو پټنځای مؤثر ډول سره په نخښه کړي ، چې په نتيجه کښې درې ترهګر وژل شويدي.
خو د سختې نښته په دوران کښې ميجر زید سليم، کوم چې د خپل ټيم مشري د فرنټ لائن نه کوله، د دښمن مقابله کښې شهيد شو، د هغه سره يو ځای سپاهی نظم حسین هم شهيد شو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0