بنو، کواډکواپټر ډرون نه حمله، يو تن ژوبل
دعسکريت خوښو لخوا دکواډ کاپټر ډرون دلارې دحملو لړۍ روانه ده، په تازه حمله کښې دهشت ګردو دچاوڼۍ حساسېعلاقې رساله لائن باندې کواډ کاپټر ډرون دلارې حمله کړې ده چې په نتيجه کښې ئې يو تن ژوبل شوے دے.
دذريعو وينا ده چې حمله دشپې په وخت شوې ده، کواډ کاپټر ډرون دچاوڼۍ فضاء ته داخل شوے اؤ درساله لائن علاقه کښې ئې پرواز کړے، لږ ساعت وروسته دډرون نه بم غورزول شوے دے چې په زوردارې چاؤدنې سره چاؤديدلے دے چې په نتيجه کښې ئې يو تن ژوبل شوے اؤ وروسته هسپتال ته رسول شوے دے.
دذريعو وينا ده چې دسيکورټي فورسز لخوا فوري جوابي کارروائي شوې ده چې په نتيجه کښې ئې کواډ کاپټر ډرون پشا تګ مجبور شوے اؤ واپستللے دے. سيکورټي ادارو علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ دپېښې تحقيقات ئې شروع کړيدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0