دپي ټي ائي ايم اين اے عبدالليف ته د١٥ کلونو قيدسزا واورول شوه

دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت لخوا دپي ټي ائي ايم اين اے عبدالليف ته د١٥ کلونو قيد سزا اورول شوې ده. دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ دپخواني غړي وزير زاده کيلاشي پشمول ١١ ملزمانو ته هم د١٥ کلونو قيد سزا پوليسو څلور ملزمان دعدالت نه نيولي دي
عدالت دغيرحاضرو ملزمانو دګرفتارۍ وارنټ جاري کړے دے. دعدالتي فيصلې نه پس پوليسو په عدالت کښې موجود څلور ملزمان محمد اکرم، ميراخان، شاه زيب اؤ سهيل خان نيولي دي.
عدالت پخپله فيصله کښې وئيلي دي چې ملزمانو په رمنا تاڼه حمله کړې ده، ډې ئې کړي اؤ کاڼي ئې ورولي دي، دپوليسو دوژلو کوشش ئې کړے، پوليسو دخپلو مقاصدو لپاره موټرسائيکلو ته اور اچولے دے، دملزمانو خلاف څليريشتو ګواهانو بيانونه قلمبند کړي دي اؤ دملزمانو دمجسټريټ صاحبانو مخې ته شناخت پريډ شوے دے.
جج طاهر عباس ووئيل چې په پوليسو قاتلانه حملې باندې ملزمانو ته پينځه کاله قيد، پنځوس زره روپۍ جرمانه اؤ په موټرسائيکل سوزولو دڅلورو کلونو قيد اؤ څلويښت زره روپۍ جرمانه، دپوليس په کار کښې په مداخلت ددرې مياشتو قيد، ددفعه ١٤٤ په خلاف ورزۍ ديوې مياشتې اؤ په ټولګي جوړولو سره په جرم کولو دوه کاله دقيد سزا اورول شوې ده.
جج پخپله فيصله کښې وئيلي دي چې ددهشت ګردۍ په دفعاتو دلس کاله قيد اؤ دوه لکه روپو جرمانې سزا اورول کيږي.
What's Your Reaction?






