بونير کښې دجائيداد په شخړه دفريقينو ډزې، دوه مړۀ

Jul 29, 2025 - 11:47
 0  2
بونير کښې دجائيداد په شخړه دفريقينو ډزې، دوه مړۀ

دبونير دګاګره تحصيل په باجکټه کلي کښې دنزدې رشته دارانو ترمينځ  دجائيداد په تنازعه ډزې شويدي چې له امله ئې دوه کسان په موقعه وژل شويدي.

 وروسته دجرګې په کوششونو سره ددواړو فريقنو ترمينځ روغه شوې ده، دجنازې لمونځ هم په يو ځائے ادا کړے شوے دے.

 دتفصيلاتو ترمخه  دجائيداد په شخړه دنزدې رشته دارانو ترمينځ دډزو تبادله شوې ده چې پکښې ديو اړخ نه جمشيد خان اؤ دبل نه عبدالغني نومې تن وژل شوے دے.

پوليسو ايف ائي ار درج کړے اؤ تفتيش ئې شروع کړے دے.

 دجرګې مشرانو ميا سيد لائق باچا، سالار خان، معين الدين باچا، شاکرخان برکلے، مزمل خان، بخت زاده عرف بختي، محب الله خان، عزيز خان ايډوکيټ، بختيار علي خان اؤ شوکت خان بآندې مشتمل جرګې ددواړو فريقو ترمينځ روغه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي