لنډي کوتل کښې دافغان سرحد نه دمارټر حمله، يو ماشوم مړ، بل ژوبل

Jul 17, 2025 - 13:34
 0  0
لنډي کوتل کښې دافغان سرحد نه دمارټر حمله، يو ماشوم مړ، بل ژوبل

 دقبائيلي ضلعې خېبر په لنډي کوتل تحصيل کښې دافغان پولې نه فائر کړے شوې يوه مارټر ګوله  په يو کور دراپريوتو په نتيجه :ښې يو ماشوم شهيد اؤ يو ژوبل شوے دے.

پوليس چارواکو دعوه کړېده چې دافغانستان دسرحدي حدودو نه داغل شوې مارټر ګوله دلنډي کوتل سب ډويژن لرې پرتې سيمې بازار ذخه خيل په جړوبي سيمه کښې دشان خيل په مقام ددرياب نومې تن په کور راپريوتې ده، پېښه کښې يو ماشوم مړ او يو کم عمره ماشوم ژوبل شوے دے چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوے دے چرته چې دهغه حالت تشويشناک ښودل کيږي.

 داوقافو او مذهبي امورو صوبائي وزير محمد عدنان قادري دپېښې  غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې په معصومو بچو  حمله يو غيرانساني فعل دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي