ډي ائي خان کښې چاؤدنه، درې ترهه هلاک،وانا کښې دترهه ګرو حمله، پوليس افسر ژوبل
په ډيره اسماعيل خان کښې درې ترهه ګر دبارودي موادو دچاوديدو له امله وژل شويدي اؤ دجنوبي وزيرستان په وانا کښې دپوليسو په ګاډي دترهه ګرو په حمله کښې دپوليسو يو افسر ژوبل شوے اؤ يو اهلکار بې درکه شوے دے.
دپوليس سرچينو وينا ده چې په کوټ کنډيانکلي کښې دائي اي ډي بم چاؤدنه شوې ده چې پکښې درې ترهه ګر وژل شويدي.
دپوليسو ترمخه ديو وژل شوي ترهه ګر صاحب خان تعلق دټانک اؤ د طراب نومې يو بل ترهه ګر تعلق دجنوبي وزيرستان سره دے.
بل اړخ ته دجنوبي وزيرستان په وانا سيمه کښې دپوليسو په ګاډي نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې له امله ئې ډي ايس پي ژوبل شوے اؤ يو پوليس اهلکار بې درکه شوے دے، دپوليس ذريعو وينا ده چې دبې درکه پوليس اهلکار لټون روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0