دافغانستان نه يو انار نۀ شي راتللے خو دهشت ګرد راځي، فضل الرحمان
پينډۍ( وحدت خبر) دجمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان افغان پاليسۍ اؤ په خارجه پاليسۍ دتحفظاتو اظهار کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دافغانستان نه يو انار نۀ شي راتللے خو دهشت ګرد راځي، فضل الرحمان وئيلي دي چې کۀ چرې دهشت ګرد راځي نو دوي ووژنئ، چا مو مخه نيولې، په پينډۍ کښې دجمعيت علمائے اسلام يوتهـ کنونشن ته په وينا کښې دۀ ووئيل چې په اتمه فرورۍ دوه کاله وړاندې په ملک کښې مرکزي انتخابات وشول کومه نتيجه چې مخې ته راغله هغه مسترد کړے شوه اؤ جعلي وګرځولے شوه، دۀ ووئيل چې نن چې څوک حکومت کوي، په جعلي مڼيډيټ حکومت کوي، جمعيت علمائے اسلام دداسې حکومت برخه نه شوه جوړيدے، ځکه په اپوزيشن کښې کښيناستله، دۀ ووئيل چې په اقتدار کښې راتللو مو منزل مقصود نۀ دے، دا تاثر غلط دے بلکې دا دسفر برخه ده، منزل ته درسيدو نوم نۀ وي، نن چې کوم حکومت دے دا جوړ کړے شوے نۀ دے بلکې ځينې جماعتونه پخپل مينځ کښې نښلول شوي دي، داسې حکومتونه په جمهوريت اؤ سياست پسې ټوقه ده، دۀ ووئيل چې تاسو اکثريت ترلاسه کړئ، دزړۀ نه به مو احترام وکړو، قام چې چاله مينډيټ ورکوي، دهغوي احترام دے. اليکشن کميشن نن چيلنج کوم، اليکشن کميشن ته ديوې حلقې نتيجه هم نۀ وه معلومه، دبهر نه نتيجې راتللې، دۀ ووئيل ګوډاګے اليکشن کميشن دے چې جمعيت علمائے اسلام ئې نۀ مني. جمعيت علمائے اسلام دالزام تراشيو سياست نۀ کوي، بلکې په حقائقو خبره کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0