خېبرپښتونخوا کښې په دارادي منصوبې لاندې ترهه ګرو ته ځائے ورکړے شوے،دپاک فوج ترجمان

Oct 10, 2025 - 22:25
 0  1
خېبرپښتونخوا کښې په دارادي منصوبې لاندې ترهه ګرو ته ځائے ورکړے شوے،دپاک فوج ترجمان

پېښور( وحدت خبر) ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې بيا بيا دترهه ګرو سره دمذاکراتو خبره کيږي، هره مسئله دخبرو اترو دلارې نۀ حل کيږي، کۀ هره مسئله په خبرو اترو حل کيدے نو په غزوه بدر کښې به نبي کريم(ص) کله هم جنګ نۀ کولے، په خېبرپښتونخوا کښې ترهه ګرو ته پشي شا مقامي اؤ سياسي  ملاتړ ترلاسه دے. په پېښور کښې اهم پريس کانفرنس ته په وينا کښې  ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې  په خېبرپښتونخوا کښې دارادي منصوبې لاندې  ترهه ګرو اؤ دهغوي سهولت کارانو ته ځائے ورکړے شو؟ دلته ګورننس اؤ عوامي ښيګړه په ارادي  توګه کمزوري کړے شويدي چې  تاوان ئې نن دخېبرپښتونخوا بهادر اؤ غيور عوام پخپلې وينې سره ادا کوي، په سندهـ اؤ پنجاب کښې دګورننس قائميدو په وجه دهشت ګردي نشته.

 دنيشنل ايکشن پلان يوه نکته دا هم وه چې يوه بيانيه به جوړولے شي  خو داسې هم ونۀ کړے شوه بلکې دترهه ګرو سره  دمذاکراتو خبره وکړے شوه.

ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې په ٢٠١٤م کښې  په ارمي پبلک سکول دحملې نه پس سياسي اؤ عسکري قيادت يو مشترکه نيشنل ايکشن پلان مرتب کړو خو ترننه په دې په پوره توګه عمل نۀ دے شوے.

دۀ ووئيل چې دترهه ګرو سره دمذاکراتو  خبره کيږي خو ايا دهرې مسئلې حل په خبرو اترو کښې دے؟ کۀ چرې ددهشت ګردو سره مذاکرات کول  وي نو بيا بايد جنګونه کله هم نۀ وے اؤ په غزوه بدر کښې  به خوږ پيغمبر(ص)  کله هم جنګ نۀ کولے.

ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې  دترهه ګرۍ پشا جوړ جاړے  اؤ پشي شا مقامي اؤ سياسي ملاتړ ترلاسه دے، دارادي منصوبې لاندې ترهه ګرو اؤ دهغوي سهولت کارانو ته ځائے ورکړے شو.

ليفټننټ جنرل احمد شريف ووئيل چې په کال ٢٠٢٤م کښې په خفيه اطلاعاتو په خېبرپښتونخوا کښې ١٤ زره ٥٣٥ اپريشنې وکړے شوې اؤ په ٢٠٢٥م کښې تراوسه ١٠ زره ١١٥ کارروايۍ شويدي، سږکال دوژل شوو خارجيانو شمير په تيرو لسو کلونو کښې ترټولو زيات دے.

ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې  په نظرثاني شوي نيشنل ايکشن پلان عمل نۀ دے شوے، ددهشت ګردۍ په معامله سياست هم يوه وجه ده، دۀ پوښتنه وکړه چې  دخېبرپښتونخوا دعدالتونو نه ترهه ګرو ته سزا ولې نۀ ترلاسه کيږي؟ ايا نن مونږ په يوه بيانيه ولاړ يو؟

ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې  بهارت افغانستان ددهشت ګردۍ دبيس کيمپ په توګه استعمالوي ، په دوحه معاهده کښې  دا خبره فيصله شوې وه چې دافغانستان زمکه به دترهه ګرۍ لپاره نۀ استعماليږي.

 ديوې پوښتنې په جواب کښې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې مونږ خپل سياست  په ترهه ګرۍ مقدم کړے دے نو ځکه  دتيرو څو کلونو راهسې په خېبرپښتونخوا کښې ددهشت ګردۍ په پېښو کښې اضافه شوې ده، دصوبې دګورننس په اړه کومه خبره نۀ کيږي.

ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې ايا دفوج ځوانان پخپلو سينو ګولۍ ځکه خوري چې ددوي سياست دې چليږي؟ دا دسوچ خبره ده چې داسې به ترڅو کيږي؟ نن دا بيانيه دکومه راغله چې افغان مهاجرين واپس ليږل نۀ دي پکار؟

دۀ ووئيل چې  په ترهه ګرو اؤ دهغوي په سهولت کارانو به زمکه تنګه کړے شي، څوک چې دخارجيانو سهولت کار کوي، خپل انجام ته به رسولے شي، دخارجيانو  دناسور انجام ته رسولو لپاره دې  اولس مرسته وکړي.

ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې  په بنيادي توګه فوج دپوليسو په کار کولو هم مجبوره دے، دکوم وجه چې دا ده چې  دسي ټي ډي  شمير ٣٢٠٠ ساتل شوے دے، نو بيا به نتيجې څنګه برامد کيږي؟

ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې په خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ  ددهشت ګردۍ سبب سياسي اؤ مجرمانه جوړ جوړ جاړے دے، ددې سياسي مافيا لپاره په زرګونو نان کسټم پيډ ګاډي اهم دي اؤ او کۀ چرې سمګلنګ کيږي نو ددې سره به دهشت ګردي اؤ چاؤديدونکي مواد هم راځي، دلته دکيدونکي سمګلنګ الزام هم په فوج لګول کيږي.

ليفټننټ جنرل احمد شريف ووئيل چې  دسعودي عرب پشمول نورو ملکونو دافغانستان دپوهه کولو کوشش کړے دے، په افغانستان کښې  دهرې ترهه ګرې ډلې څه ناڅه څانګه موجوده ده.

 ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې په پاکستان اؤ خېبرپښتونخوا کښې ددهشت ګردۍ وجه يوه ګمراه کن بيانيه ده، اميد دے چې دخېبرپښتونخوا دعوامو حفاظت لپاره به دافغانستان نه  دامنيت دخيرات غوښتلو پحائے  دصوبې ذمه واران  پخپله  دهغوي حفاظت وکړي.

دۀ ووئيل چې  ددهشت ګردۍ په معامله سياست وکړے شوه اؤ معامله پيچيده کړے شوه، دترهه ګرۍ ٧٠ فيصده پېښې په خېبرپښتونخوا کښې شوي، خلق په دې کشمکش کښې اچول شوي چې ددهشت ګردۍ حل اپريشن نۀ دے.

ډي جي ائي ايس پي ار  ووئيل  دنن نه دوه، درې کاله، پينځه يا شپږ کاله وړاندې وګورئ، هاغه کوم شخص  يا سياسي بيانيه ده چې وائي ددهشت ګردو سره خبرې پکار دي،  هاغه وخت کښې هغه  درياست ذمه وار ؤ اؤ نن هغه درياست ذمه وار نۀ  دے خونن هم داسې وائي.

ډي جي ائي ايس پي ار دفيض حميد په اړه دصحافي دسوال په جواب کښې ووئيل چې  پاک فوج کښې دخوداحتسابۍ عمل ډير مربوط اؤ ښۀ دے خو په فوج کښې دخوداحتسابۍ  عمل صرف په الزامونو کار نۀ کوي، چې کله الزامونه ثابت شي نو بيا سزا ورکول کيږي، په پخواني ډي جي ائي ايس ائي فيض حميد دلګول شوو الزامونو په اړه به دانصاف ټولې تقاضې پوره کولے شي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي