حماس دې داتوار دماښام پورې معاهده ومني ګنې ټول به ووژل شي،دټرمپ دهمکي

Oct 3, 2025 - 22:39
 0  0
حماس دې داتوار دماښام پورې معاهده ومني ګنې ټول به ووژل شي،دټرمپ دهمکي
 د امريکې   صدر ډونلډ ټرمپ د حماس لپاره د يکشنبې د ماښام 6 بجو پورې د معاهدې کولو اخري وخت (ډيډلائن) ټاکلے، او خبردارے ئې ورکړے چې که معاهده وشوه، نو د حماس جنګيالي به ژوندي پاتې شي،   ګنې ټول به ووژل شي. د نړيوال خبري ادارې رائټر د راپور مطابق، ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې حماس د منځني ختيځ لپاره له ډېرو کلونو راهيسې يو بې رحمه او تاوتريخوالي خورونکي خطر پاتې شوي دي. هغه وويل چې د 2023م د اکتوبر په 7مه نېټه، حماس د ګڼو اسرائيلي ماشومانو، سپين ږيرو، ښځو او سړيو ژوند واخستو. د حماس د دې بريد په ځواب کښې، تر اوسه پورې د حماس شاوخوا 25 زره جنګيالي وژل شوي دي. ډونلډ ټرمپ وويل چې   "ډېرې پوځې ډلې يوازې زما د اجازې انتظار کوي چې لاړ شي او هغوي ختم کړي.  مونږ ته معلومه ده چې د حماس جنګيالي څوک دي او چيرته دي هغوي به ووژل شي.  ټول بې‌ګناه فلسطينيان دې فوراً د غزې سيف زون (خوندي سيمو) ته منتقل شي.  که حماس د سولې پر پلان رضا نشي، نو بايد د دوزخ له سزا سره مخ شي."  امريکايي صدر دا هم ووئيل  چې    "د منځني ختيز مهم هيوادونه او امريکا د اسراييلو سره د سولې په يوه پلان لاسليکونه کړي دي.  مونږ به د هر قيمت په بدل کښې د منځني ختيځ سوله يقيني کوو.  د اسراييلو ټول يرغمال شوي ژوندي وي يا مړي بايد خوشې شي.  که حماس معاهده وکړي، نو د دوي جنګيالي به ژغورل شي.  خو حماس بايد د يکشنبې د ماښام 6 بجو نه مخکې معاهدې ته ورسيږي."

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي